Skip to main content

افغانستان: د بشري حقونو د څار ادارې د جرمونو نړیوالی محکمی د نیولو د حکم د صادریدو په اړه

د يو ښوونځي چوکۍ په کابل، افغانستان کې خالي پرتې دي، د ۲۰۲۲ کال د دسمبر ۲۲ نېټه. © ۲۰۲۲ ابراهیم نوروزي/AP Photo.

د جرمونو نړیوالې محکمې له خوا د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۸مه د افغانستان د دوسیې په تړاو د نیولو حکم له صادرېدو وروسته، د بشر د حقونو د څار سازمان د نړیوال عدالت څانګۍ مشره، لیز ایونسن، داسې ویلي:

"د طالبانو لوړ پوړي مشران اوس د ښځو، نجونو او د نورو جنسیتي ډلو د ځورونې په تور د مطلوبو کسانو یا تر عدلي تعقیب کسانو په توګه پیژندل کیږي. نړیواله ټولنه باید د افغانستان او نړۍ په کچه د جرمونو نړیوالې محکمې له دغه مهم کار څخه پوره ملاتړ وکړي، او د محکمې د نیولو حکمونو د عملي کولو لپاره همغږي هڅې وکړي. نیول وخت نیسي، خو د فلیپین پخواني ولسمشر رودریګو دوتېرته نړیوالې جزایي محکمې ته سپارل، څو د ادعا شویو بې‌محاکمې وژنو په تور محاکمه شي، دا ښيي چې کله عدالت څخه ملاتړ وشي، قربانیان کولای شي خپل غږ محکمې ته ورسوي. موږ د یادې محکمې د څارنوالۍ دفتر څخه غواړو چې خپلې څېړنې جاري وساتي او عدالت دې نه یوازې د طالبانو د نورو ظلمونو قربانیانو ته بلکې د داعش خراسان څانګې، پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو او امریکايي ځواکونو له لوري د تاوتریخوالي قربانیانو ته هم وغځوي. په افغانستان کې د تاوتریخوالي او معافیت دا تسلسل یوازې هغه مهال پای ته رسېدای شي چې د ټولو خواوو قربانیان برابر عدالت ته لاسرسی ولري."

د نورو معلوماتو لپاره، دغه لینک څخه لیدنه وکړئ: https://www.hrw.org/ps/news/2025/01/23/afghanistan-icc-prosecutor-seeks-gender-persecution-charges

Your tax deductible gift can help stop human rights violations and save lives around the world.

Region / Country